په غور ولایت کې د سړک د کار پیل

noor_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۵:۹
1

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د ۱۰،۶۴۰ کیلو متره سړک کار پیل شو.

دغه سړک د (21,781,860) افغانیو په مجموعي لګښت چې ( ۴۱ پایه پلچک او ۵۰ متر استنادي دیوال) شامل دی، د مرکز فیروزکوه اړوند په بهاري علیا کلي کې په دوو پړاونو کې چې لومړی پړاو يې د (12,034,182) افغانۍ او دوهم پړاو يې د (9,747,678) افغانۍ چې تړون يې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د انسجام ساحوي پروګرام له خوا د بهاري علیا کلي پراختیایي شورا سره لاسلیک شوی. په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له امله کار یې دریدلی وو، عملا پرانیستل شو او کار يې پیل شو. د یادې پروژې په پلي کولو سره ماهر او غیر ماهر کارګرو لپاره د کار زمینه برابر کیږي او د نوموړې پروژې څخه به (۲۴۰۰۰) کورنۍ برخمنې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS