د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د کارګرانو لپاره د معاش ویش

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۳ - ۱۵:۱۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست او اکرو مؤسسې په همکارۍ او همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د کار په بدل کې خوراکي توکي د پروژې ۸۰۹ تنو کارګرانو ته د یوې میاشتې معاش وویشل شو. دغه کارګران د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې د ۴۷ کیلو متر په اوږدوالي سره د کانال پاکولو، ۶۰ متر محافظوي دیوال د جوړولو او د ۷ کیلو متر په اوږدوالي سره د سړک جغل اچولو او جوړولو برخو کې ګمارل شوي ول د خپل یوې میاشتې معاش چې (۸۵۰۰) افغانۍ کیږي ترلاسه کړل. د یادونې وړ ده چې په یادو پروژو کې په هر پړاو کې د ټولو کارګرانو د معاش لس سلنه پر کونډو او د کورنیو سرپرست ښځو وړیا ویشل کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS