د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې په کندز ولایت کې د خوراکي توکو وېش
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې او د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له خوا د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اړوندو سیمو کې ۳۶۲۴ بیوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه . په دغو مرستو کې ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۴،۵ کیلو ګرامه غوړي، ۶،۲۵ کیلو ګرامه دال نخود، ۱،۵ کیلو ګرامه پلمپي او ۰،۵ کیلو ګرامه مالګه شامله وه چې اړمنو کورنیو ته وویشل شول.