په کاپیسا کې د ۳،۵ ملیونه افغانیو په ارزښت د پاکو رسولو شبکه جوړه شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پاکو اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د کاپیسا په مرکز سورغندي نمبر-۱ کې د ۳،۵ ملیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده شبکه یو منظم سیستم لري چې د اوبو ساتلو یو زخیره چې لوړوالی یې ۱۰ متره مکعب ،۱۰ سولري تختې،۴۰۴۰ میتره د اوبو اوږد پایپ او یو احاطوي دیوال د یادې شبکې په جوړیدو کې شامل دي.
باید یاده شي چې د یادې شبکې په جوړیدو سره د سیمې ۱۰۸۲ تنو ته د پاکو اوبو اسانتیا برابره شوې ده
