په ننګرهار کې د ۳۲۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې پروګرام د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په هِندراني سیمه کې د ۳.۸ میلیونه افغانیوپه لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارله، چې ورسره د شاوخوا ۳۲۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د یوې ذخیرې او سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول او د ۲۰ لمریز و تختو (سولرونو)، څه باندې ۳۳۰۰ متره اوږدې شبکې او ۱۳۰ مېترونو نصبول شامل وو.
د یادونې وړ ده چې ددغې شبکې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره په سلګونه کاري ورځې هم رامنځته کړې.
