په بغلان کې ۵.۴ کیلو متره فرعي سړک او یو محافظوِي دېوال جوړ شول.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او جوړونې له پاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) برنامې په مالي ملاتړ د بغلان ولایت د مرکزپلخمري اړوند اکا خیلو او عیسی خیلو کلي کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۵.۴ کیلومتره فرعي سړک او ۱۴۶ متره محافظوي دېوال جوړ شول.
دغې پروژې د سیمې ۱۵۴ تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو لپاره ۸۴۶ کاري ورځې برابرې کړې.