په میدان وردګ کې د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د کاریزونو د پاکولو او جوړولو چارې پیل شوې

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۴:۵۱
په میدان وردګ کې د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د کاریزونو د پاکولو او جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه یزې همغږۍ ملي پروګرام له لوري د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ په خواجه اب،جوشي او بهبود کلیو کې د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د دریو کاریزونو د پاکولو او جوړولو چارې د څه باندې نهه میلیونه افغانیو په ارزښت روانه اونۍ پیل شوې.

د یادو کاریزونو له ډلې د ٢١٠٠مترو په اوږدوالي په خواجه اب، د ١٠٤٢ مترو په اوږدوالي په جوشي او د ٥٩٢ مترو په اوږدوالي بهبود سیمو کې پاکاري او جوړیږي، چې په راتلونکې کې به د ٥٠٠ جریبه په شا او خوا کې کرنیزې ځمکې د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS