په تخار کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۴:۲۰
په تخار کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌ الصحې ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د رُستاق ولسوالۍ په سمرغیان کلي کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د شاوخوا ۲۰۰ کورنیو او د یوه ښوونځي د ۵۰۰ زده کوونکیو لپاره د اوبو رسولو د یوې لمریزې شبکې په جوړیدو سره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

په دغه پروژه کې د یوې زیرمې او سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د۲.۸ کیلومتره اوږدې شبکې غځول او د ۲۰ سولرونو او نورو اړینو وسایلو لګول شامل وو.

د اوبو رسولو د یادې شوې شبکې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۲۰۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS