په میدان وردګوکې د ۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۳۰ متره استنادي دېوال چارې بشپړې شوې

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۱:۳۴
تکمیل کار ساخت ۴۳۰ متر دیوار استنادی به ارزش ۱.۹ میلیون افغانی در میدان وردگ

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت، جلریز ولسوالۍ په قلعه ناظر سیمه کې د ۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ٤٣٠ مترو په اوږدوالي سره د یوه محافظوي دېوال چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ددې پروژې په ترڅ کې د سيمې ګڼ شمیر اوسیدونکو ته ١٣٨٧ کاري ورځې هم رامنځته شوې وې.

د دې دېوال په رغېدلو سره به د سیمې د اوسېدونکو د ٢٥٠ جریبه کرنیزه ځمکه او ګڼ شمېر استوګنیز کورونه د سیلابونو راوتلو پرمهال له خطرونو خوندي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS