په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو شبکو کې د (۱۰۰ او ۱۲۲) مترو په ژوروالي د دوو څاګانو کیندل، د (۳۰ او۶۰) متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو دوو ذخیرو جوړول، د (۸۸۵۰) مترو په اوږدوالي پايپ غځول، د (۱۶۰) شیردهنونو او يو شمير سولر تختو نښلول شامل دي.
د یادو شبکو د کار په بهیر کې د سیمې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د نوموړېو کلیو (۴۷۰) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
