په بدخشان کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ په انار دره کلي کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو کار پیل شو.
د دې شبکې په جوړولو سره به نږدې ۱۲۰ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی ومومي.
