په سرپل کې ۱۵۰۰ زده کوونکو ته د څښاک اوبه چمتو شوې
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت په مرکز کې د جوزجانان په نامه د نجونو د لیسې ۱۵۰۰ زده کوونکو ته د ۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت چې یونیسیف ادارې ورکړ د څښاک پاکې او صحي اوبه چمتو شوې.
دا شبکه یوه ۱۰۰ متره ژوره څاه، د ۱۰ متر مکعبه په کچه یوه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه، ۸ سولرونه، ۱.۴ کیلو واټه واټر پمپ او ۹ نلکې لري چې په ترڅ کې یې ګارګرو ته لسګونه کاري ورځې هم رامنځ ته شوې وې.