په کابل کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبه خور د ۵۰۰ متره کانال د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ په چهارسوق کلي کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبه خور د ۵۰۰ متره کانال د جوړولو کار روان دی
ددې پروژې په ترڅ کې ۱۱۱۷ کاري ورځې رامنځته شوي او په جوړیدو سره به یې ۱۴۸ کورنۍ له ګټو برخمنې شي.
یاد کانال ۸۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راولي.
