د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې ۲۰۰۰ کورنیو ته بریښنا برابره شوه

content_manager
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۴:۵۵
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري  د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ  کې ۲۰۰۰ کورنیو ته  بریښنا برابره شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د برنامو معین پوپل حبیبي د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د اوبو بریښنا یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله چې نږدې ۲۰۰۰ کورنیو، ۳۱ مسجدونو، ٢٠ کوچنیو او منځنیو فابریکو او ۷ ښوونځیو ته یی بریښنا برابره کړې ده .

د ۳۴۰ کیلو واټو په ظرفیت سره د غه پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د افغانستان لپاره د پایداره انرژۍ پروګرام له لوري د ملګرو ملتونو پراختیایی ادارې UNDP په مالي مرسته د ۴.۴ میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت بشپړه شوې چې پرون د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت معین پوپل حبیبي ، د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل ، د ولسی جرګې غړي عبدالرووف شپون ، د ملګرو ملتو پراختیایي ادارې مرستیالې ، د ولایتي شورا غړو ، د ننګرهار کلیو بیارغونې پراختیا رییس ، د ولایتی شورا استازو ، د یوشمیر ادارو رییسانو او د دره نور ولسوالۍ قومي مشرانو له لوري د پټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال وزیر پوپل حبیبي د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکو ته ددې لوېې پروژې د تطبیق له امله مبارکي وویله اوزیاته یی کړه چې دا د بریښنا د تولید په برخه کې دهیواد په کچه ترټولو ستره پروژه ده چې ددې وزارت له لوري پلې کیږي. نوموړي زیاته کړه چی د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په دره نور کې ۱۲پروژې بشپړې شوي او ۲۶ نورې پروژې روانې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS