په تخار کې د پسابند د ۱۴ کلیو د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۸:۳۴
تکمیل کار ساخت شبکه‌ی آبرسانی ۱۴ روستای پسابند در ولایت تخار

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په تخنیکي همکارۍ د سویډن موسسې له لوري د تخار ولایت د مرکز د رستاق د پسابند په ۱۴ کلیو کې د ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دا شبکه ژورې څاه ګانې او جوړښتونه یې، ۶۵۲ سولري تختې، ۸۷ کیلو متره پایپ، ۱۶ زیرمې او ۷۰ نلکې لري، اوبه د سولري بریښنا په مټ له ژورو څاه ګانو ایستل کیږي زیرمو ته لیږدول کیږي او بیا په ۱۴ کلیو کې په ۲۶ زره کسانو باندې ویشل کیږي. یاده دې وي چې ددې پروژې په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته سلګونه کاري ورځې رامنځ ته شوې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS