په ننګرهار کې ۲۷۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت سیوري لاندې د ننګرهار ولایت په بټي کوټ، نازیان او کوټ ولسوالیو کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ څاه ګانو په کیندلوسره د Cordaid په مالي ملاتړ او RRAA موسسې په تخنیکي همکارۍ ۲۷۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه چمتو شوې.
ددې پروژې په ترڅ کې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته سلګونه کاري ورځې هم رامنځته شوې وې.
