په کونړ کې د ۲۴.۴۶ کیلو واټو په کچه د اوبو د بریښنا یوه شبکه بشپړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کونړ ولایت د مرکز په کریاب کلي کې د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۴.۴۶ کیلو واټو په کچه د اوبو د بریښنا یوه شبکه تمدید او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده دې وي چې د دې پروژې په تطبیق سره ۲۰۸ کورونو د اوبو بریښنا ته لاسرسی وموند.