په تخار کې د ۶.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۰:۱۷
تکمیل کار ساخت یک شبکه‌ی آبرسانی به ارزش ۶ میلیون افغانی در تخار

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په اق بلاق سر ایسنګ کلي کې د ۶.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا شبکه یوه هسکه زیرمه، ژوره څاه، ۴۰ سولري ښیښې، ۴۷۶۹ متره پایپ او ۲۳۰ نلکې لري.

د دې پروژې په ترڅ کې د سیمې خلکو ته ۳۲۰۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې چې په بشپړتیا سره یې ۴۲۰ کورنۍ له پاکو او صحي اوبو برخمنې شوې.

د سیمې د پرمختیايي شورا رییس احسان الله وویل چې دوی له ۳ کیلو متره لرې واټن څخه په خرو اوبه راوړې چې هغه هم صحي نه وي او راز، راز ناروغۍ ورسره ملې وې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

BACK TO NEWS