د کلیو پراختیا د انسټیټیوټ له خوا د ( چهارشنبه علمي) لومړی سیمینار تر سره شو

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۰:۵۸
برگزاری نخستین سمینار «چهارشنبه علمی» از سوی انستیتوت انکشاف دهات

د ( چهار شنبه علمي) لومړی سیمینار د ( ښاري ژوند په پرتله د کلیوالي ژوند پایښت) تر سرلیک لاندې د کلیو پراختیا انسټیټیوټ له خوا د ولسمشر د پخواني سلاکار عبدالحمید هلمندي او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو د معین په شتون کې ددغه وزارت په مرکزي تالار کې تر سره شو.

د سیمینار په پیل کې د وزارت د پروګرامونو معین پوپل حبیبي د پرګرامونو د تطبیق تر څنګه د کلیو بیا رغونې او پراختیا سره اړوند سیمینارونه اغیزناک وبلل او ویې ویل ( هیله ده چې د علمي سیمینارونو په جوړولو سره وتوانیږو چې نړیوالې علمي تجربې د دغه وزارت د پرمختیايي پروګرامونو د ښه تطبیق په موخه راولیږدوو او له معتبرو نړیوالو علمي بنسټونو سره د همغږۍ په پایله کې له دغه سکتور سره اړوند سیمینارونه ډیر جوړ کړو)

همدا راز د کلیو پراختیا انسټیټیوټ مشر توریالي طنین وویل دا ریاست لټه کوي چې د دې وزارت د چارو لپاره د نویو روشونو د ماډلونو پر بنسټ پروګرامونه جوړ کړي او له دې لارې پر وخت خلکو ته د خدمتونو رسولو په برخه کې د هغوی رضایت چې اغیزناک او له حالاتو سره سم وي کچه یې لوړه شي.

یاده دې وي چې د ( چهار شنبه علمي) سیمینار د علمي څيړنو، د کلیو د پراختیا په برخه کې د شویو مطالعاتو او په دې برخه کې د ننګونو او فرصتونو د ارزولو په موخه جوړ شوی و چې د وزارت ۵۰ تنو کارکوونکو په کې ونډه اخستې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS