په لغمان کې د ۱.۴۲۵ کیلو متره استنادي دیوال د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له خوا د لغمان ولایت د مرکز په عمرزیو کلي کې د ۱.۴۲۵ کیلو متره استنادي دیوال د جوړولو کار روان دی. د دې پروژې په ترڅ کې لسګونه کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې د عمرزیو سیمه ییز سړک د ویجاړونکو سیلابونو له ګواښه خوندي شي.