په هلمند کې له سپما ګروپ سره د یو ځای کېدو او د غړیتوب د تر لاسه کولو په اړه روزنه ورکړل شوه

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۴:۵۰
Initial membership training convened in Helmand province

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند په یو شمېر کلیو کې د سپما ګروپونو غړو ته، چې شمېر یې ۳۹۸ ته رسیده، په سپما ګروپ کې د غړیتوب د تر لاسه کولو یوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.

سربېره پر‌دې، د پروګرام په اړه بشپړ معلومات، د پیسو د سپمولو لارې چارې او د یو‌کوچني تشبث د پیل موضوعات هم د روزنې برخوالو ته تشریح شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS