په خوست کې د ۱.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۴۵۰ مترو په اوږدوالي یو کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړ شو

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۱۳:۵۸
په خوست کې د ۱.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۴۵۰ مترو په اوږدوالي یو کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړ شو

د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اسماعیل خیلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند د کټه ساري په کلي کې د ۱.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۴۵۰ مترو په اوږدوالي یو کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. نوموړی کانال به د سیمې۲۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۱۸۳ کورنۍ ترې ګټه اخلي. د یادونې وړده، چې د دې پروژې په تطبیق کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۱۳۲۵ کاري ورځې رامنځته شوې .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS