په پنجشیر کې ۱.۷ میلیونو افغانیو په ارزښت ۳۹۷ متره د اوبو کانال جوړ شو

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۱:۵۹
په پنجشیر کې ۱.۷ میلیونو افغانیو په ارزښت ۳۹۷ متره د اوبو کانال جوړ شو

د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پرګرام له لوري د پنجشیر ولایت د ابشار ولسوالۍ په بابا علي کلي کې د ۱.۷ میلیونو افغانیو په ارزښت ۳۹۷ متره د اوبو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ددې پروژې په تطبیق کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۱۰۲۹ کاري ورځې رامنځته شوې دي، چې تر بشپړتیا وروسته یې ۹۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راغله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS