په بدخشان کې د ۱۳ ملیونه افغانیو په ارزښت د یوې پرمختیايي پروژې د پلي کولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د بدخشان ولایت مرکز اړوند درېیمه ناحیه کې د ۱۳ میلیونو افغانیو په لګښت د ۲۹۸ مترو په اوږدوالي استنادي دیوال او ۱۳.۶ میتره کانکریټي اوسپنیز پل کار په اساسي ډول مخته تللی دی.
د دې پروژې د پلي کیدو په جریان کې ۷۵۴۱ کاري ورځې رامنځته شوې او د بشپړیدو په صورت کې به ۲۸۰۰ کسان ترې ګټه پورته کړي او په سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه به د سیلابونو له زیان څخه وژغورل شي او همداراز د ځایي خلکو ترانسپورتي ستونزې به حل شي.
