د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې د کانکریټي سړک د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د خوست ولایت په شیخ زاید پوهنتون کې د ۲.۳۲۷ کیلو مترو په اوږدوالي د کانکریټي سړک د جوړولو کار ۹۳ سلنه مخته تللی دی.
دغه سړک تخنیکي او ناتخنیکي کار ګرو لپاره یې ۵۱۴۷ کاري ورځې رامنځته کړې او په بشپړیدو سره به یې ۲۹۴۷ کسان له ګټې مستفید شي.