په لوګر کې د ۱۰ بیوزله کورنیو سره څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه

mrrd_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۴:۲۵
په لوګر کې د ۱۰ بیوزله کورنیو سره څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه

د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري په لوګر ولایت کې د ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د ۱۰ بیوزله کورنیو سره د غله جاتو بانکونو له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرسته د خلکو او د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د جمعه کلا د پراختيايي شورا له لوري اړمنو کلیوالو ته وړاندې شوه، چې پکې: وړه، غوړي، وریجې، لوبيا، نخود، بوره، چای، سوجي، صابون او د کاليو مینځلو پوډر شامل وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS