په کاپیسا کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۲۴ کیلو متره سړک د جوړیدو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز په کاکري او امام خیلو کلیو کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۲۴ کیلو متره کانکریټي سړک او د اوبه ایستلو د جوړښتونو د جوړیدو کار روان دی.
د یادولو وړ ده چې ددې پروژې په ترڅ کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، چې تر بشپړتیا وروسته به یې ۳۵۰ کورنۍ له ګټو برخمنې شي.