په نورستان کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام لهخوا د نویو سپماګروپونو جوړول
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام په دې نږدیو کې د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په ۲۶ کلیوالي شوراګانو کې ۲۱۷ سپماګروپونه جوړ کړي دي.
د پروګرام سیمه ییزه کارکوونکو وکولای شول، چې په دې ولایت کې د ۱۹۱ ښځینه سپماګروپونو ۱۵۲۸ مېرمنو او د ۳۶ سپماګروپونو ۴۵۴ نارینه و ته په مختلفو برخو کې روزنې ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې تر اوسه یادو سپما ګروپونو د خپلو اوونیزه غونډو له لارې۴۹۶۹۰۰ افغانۍ سپمولي دي.
