په کاپیسا کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۸۴ کیلو متره سړک د جوړیدو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت له جمال اغه کلي د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ تر نقي خیل او زیر جوی ریګ روان کلیو پورې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۸۴ کیلو متره کانکریټي سړک او د هغه د اوبو وتلو د جوړښتونو د جوړیدو کار روان دی.
د دې پروژې په ترڅ کې ۹۴۵۲ کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې ۱۲۰ کورنۍ په مستقیم ډول او ۲۱۰۰ کورنۍ په نامستقیم ډول له ګټو برخمنې شي.