په بلخ کې د ۴.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۴:۳۴
تکمیل کار ساخت یک شبکه‌ی آبرسانی به ارزش ۴.۶ میلیون افغانی در بلخ

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ په بلخابي کلي کې د یونیسیف نړیوالې ادارې په مالي مرسته د ۴.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا شبکه ۱۵۰ متره ژوره څاه، د ۲۰ متره مکعبه په ظرفیت یوه کانکریټي زیرمه، ۳۰ سولرې ښیښې، د احاطې دیوال، ۳.۵۸۰ کیلو متره پایپ او ۸۰ نلکې لري چې په ترڅ کې یې ۱۲۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې.

باید ووایو چې ددې پروژې په بشپړتیا سره ۲۵۰ کورنۍ، چې ډیری یې کورني بې ځایه شوي دي د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمن شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS