په غور کې د څه باندې ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښلو د اوبو یوه لمریزه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۳۰ - ۱۱:۱۸
تکمیل کار ساخت یک شبکه آبرسانی به ارزش ۱.۸ میلیون افغانی در غور

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې پروګرام له لوري د غور ولایت د دولت یار ولسوالۍ په نو اباد کلي کې د څه باندې ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت چې د یونیسف ادارې لخوا ورکړل شوې، د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ددغې شبکې په جوړېدو سره د نوآباد کلي د یوه جومات او شاوخوا ۹۰ کورنیو لپاره د کور په دننه کې د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.
په دغه پروژه کې د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۱۴۰۰ کاري ورځې هم رامنځته شوې وې، د یوې چینې استحکامول، د یوې ذخیرې او یوه استنادي دیوال جوړول، د ۱۱۶۹ متره اوږدې شبکې غځول، د سولرونو او په کورونو کې د مېترونو او نل‌بندانونو (شیردهنونو) نصبول شامل وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS