په کندهار کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه کم ۵۰۰ ميلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلي کیږي

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۵:۴۴
ملاقات با والی قندهار

نن چهار شنبه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، د کندهار ولایت له والي ښاغلي حیات الله حیات سره د یاد ولایت د خلکو ستونزو او غوښتنو په اړه ولیدل.

د لیدنې په پیل کې کندهار والي د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر سره د یاد ولایت ستونزې شریکې کړې، چې د ولسي تړون ملي پروګرام نورو ولسوالیو ته غځول، د ارغنداب په سیند له دهله بند څخه نورو ولسوالیو ته د کرنیزو کانالونو جوړول، د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو او څښاک اوبو په موخه د شبکو جوړول او د استنادي دیوالونو جوړولو غوښتنې یې مهمې هغه وې.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي وویل، له دهله بند څخه به د کندهار ارغنداب، شاولي کوټ، ډنډ، دامان، ژېړۍ, میوند او پنجوایي ولسوالیو ته د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو په موخه ۱۳۶ کانالونه جوړ شي، چې زیاته کرنیزه ځمکه به خړوب کړي او د دې ترڅنګ د ولسي تړون ملي پروګرام په لومړني پړاو کې د کندهار په سپین بولدک، پنجوایي او شګه یا تخته پل ولسوالیو کې د څه کم ۵۰۰ ميلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۵۰ پروژو چارې روانې دي، چې د یاد پروګرام په نورو پړاونو کې به نورې ولسوالۍ هم تر پوښښ لاندې راوستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS