په نیمروز کې د ۴ څاګانو د کیندنې کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې
د کلیو بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي ترون ملی پروګرام له لوري د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې د څښاک د پاکواوبو ۴ څاه ګانی د ۳۵۱۷۰۰ افغانیو په ارزښت کیندل شویدي.
پدغه پروژه کې ۱۰ سلنه د خلکو ونډه هم شامله ده . نوموړې څاه ګانې د چهار برجک ولسوالۍ د ګوندکچ کلي پراختيايي شورا لپاره په پام کې نيول شوې چې په جوړېدو سره يې ۲۳۲ تنه ځايي اوسیدونکو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي او د نوموړي پروژې د جوړېدو په ترڅ کې د تخنیکي او غیر تخنیکي کارکوونکو لپاره ۳۱۶ کاري ورځې رامنځته شوې.