په پکتیکا کې د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د پکتیکا ولایت د یوسف خیلو ولسوالۍ په مدرسه کلي کې د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو د پروژې کار پیل شو.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۱۸۰۰ کاري ورځې رامنځته او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۰۵۰ تنه اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به د سیمې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.