په ننګرهار کې ۲.۲ کیلو متره سړک بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ د باغ مینې پراختیایې شورا له خوا د ۲،۲ کیلومترو په اوږدوالي یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یادونې وړ ده چې ددې پروژې د کار په بهیر کې ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته ۱۹۸۷ کاري ورځې رامنځته شویدي چي ۲۴۸ کورني ترینه ګټـه پورته کوي .