د هیواد په ۵ ولایتونو کې به د۶ ښوونځیو دجوړیدوچارې ژر بشپړې شي

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۵ - ۱۱:۴۱
مکاتب

د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت  دولسي تړون داقرا پروګرام تر چتر لاندې به دبلخ ولایت په زیک زیک وطني، د هرات ولایت په کرخ، دبادغیس ولایت په ابکمري، دکابل ولایت په ګلدرې، او دخوست ولایت په اسماعیل خیلو مندوزیو اوځاځي میدان ولسوالیو کې ۶ ښوونځي جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

دا ښوونځي به ۶ ،۱۲ یا ۱۰ ټولګي، تشنابونه او دڅښاک داوبو څاه ګانې ولري، اود ۱۸۸۰ کورنیو دزده کوونکو لپاره به دښوونې او روزنې وړ چاپیریال را منځ ته کړي.

د یادولو ده چې ددې ښوونځیو په جوړیدودماهرو او نا ماهرو کارکوونکو لپاره زرګونه کاري ورځې را منځته شوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS