په ننګرهار کې د څلورمیلونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې قرارداد لاسلیک شو

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۲ - ۱۰:۲۷
ننگرهار

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست او د هسکې مینې ولسوالۍ د خم شورا ترمنځ د څه د پاسه څلورمیلونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل وویل د اوبو رسولو دغه شبکه ۴۸۶۳ متره اوږد والی لري چې د کلیو پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پروګرام RU-WATSIP له لوري د مالیې وزارت له بودیجې څخه جوړیږي چې ۳۰۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.په ننګرهار کې د څلورمیلونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې قرارداد لاسلیک شو

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS