په هلمند کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام فعالیتونه روان دي

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۷ - ۲۲:۲۰
هلمند

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پرورګرام د خپلو فعالیتونو په لړ کې چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د همکارو موسسو له لوري تطبیقېږي، دا وار یې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو شمېر پرمختیايي شوراګانو ته د پروګرام په اړه عامه پوهاوی ورکړ. د دې عامه پوهاوي په پایله کې تر دې دمه ۲۳۶ د سپماګروپونه جوړ شوي‌دي.

په هلمند ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د (کوار) همکارې موسسې له لوري پر مخ وړل کېږي، چې د هلمند ولایت سربېره په ۶ نورو ولایتونو کې هم فعالیت کوي.

د یادونې وړ ده، چې په هلمند ولایت کې به د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له لوري د ۵ کلونو په ترڅ کې ۱۷۵۲ د سپما ګرپونه چې ۱۷۵۲۰ غړي به ولري، جوړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS