په بغلان کې له ۹ اړو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري له ۹ اړو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د بغلان ولایت په مرکز د گذر تاجیک ها پراختیایي شورا لخوا د خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې شامله وه، کلیوالو ته وړاندې شوې چې په هره کورني باندې ۲۰ لیټره غوړي او ۱۴۴ کیلوګرامه اوړه وویشل شول.
د بې روزګارۍ او موسمي لوږې په موده کې د کلیو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکولخوا د بې وزلودلاسنیوي فرهنګ خپروي.