په کندهار ولايت کې له ۹۵ اړو کورنيو سره د څه باندې ۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ د پراختيايي شورا له خوا ۹۵ اړو کورنيو سره د ۴ ميليونه او ۱۲ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنيز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کليوالو ته وړاندې شوي چې غوړي، اوړه، بوره، وريژې او مالګه پکې شامل وو. د بې روزګارۍ او موسمي لوږې په موده کې د کليو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکوله لوري د بې وزلو وګړو دلاسنيوي فرهنګ خپروي.
