په کونړ ولايت کې د ۴.۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت په کليوالي سيمو کې د اوبو رسولو او حفظالصحې د پروګرام له طريقه د يونيسف ادارې په ۴.۹ ميليونه افغانيو مالي مرسته د کونړ ولايت داسمار ولسوالۍ په سويرداګ کلي کې د اوبو رسولو يوه لمريزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د اوبو رسولو دغې شبکې ۲۸۰۰ متره اوږدوالي، د ۳۰ متر مکعب په ظرفيت سره د اوبو يوه زيرمه او ۲۳ نل بندانونه درلودل.
د يادې شوې شبکې په جوړېدو سره د څه باندې ۳۰۰ کورنيو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې او د پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره ۱۲۰ کاري ورځې ايجاد کړې.
د څښلو د اوبو دغه شبکه د سوير داګ پرمختيايي شورا پرمټ تطبيق شوه.
