په ننګرهار کې پر غالۍ اوبدونکو د خونديتابه بستې وويشل شوې

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۷ - ۱۱:۲
ننگرهار

د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د کليوالي اقتصاد پرمختيا پروګرام په ننګرهار ولايت کې په ۱۰۰۰ تنو غالۍ اوبدونکو د خونديتابه بستې وويشلې او تر څنګ يې د غالۍ اوبدونکو د دستګاوو د څار دنده د هغوي ۲۰ تنو استازو ته وسپارله. ويشل شوې بستې د غالۍ اوبدونکو د روغتيايي ستونزو د مخنيوي په موخه ويشل شوې دي، ځانګړې جامې، ماسکونه، کثافت دانۍ او ملاتړوني په دغو بستو کې شامل توکي دي. د يادولو ده چې تر اوسه دغو غالۍ اوبدونکو ۲۸۰۰ متره غالۍ اوبدلې چې د کليوالي اقتصاد په پرمختګ کې پام وړ رول لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS