په بلخ کې څه باندې ۵۱،۳ ميليونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو د جوړولو کار پیل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقرأ پروژ له لوري د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د څه باندې د ۵۱،۳ ميليونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښونځیو د جوړولو کار پیل شو چې د دغو پروژو کار د نوموړې ولسوالۍ په قزل کینت له کلي پیل شو . دغه ښوونځي ۱۲ درسي خونې، ۵ تشنابونه او ۶۱۲ مربع متره مساحت لري چې د نجونو او هلکانو د زده کړې لپاره جوړیږي او له بشپړیدو وروسته به ۵۰۰ کورنۍ ترې ګته اخلي.