پُلخمري ښار کې د ۲۶۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۹ - ۸:۴۳
بغلان

دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له طریقه، د حسین خېلو د ټولنې د پرمختیايي شورا پرمټ تطبیق شوه.

دغه شبکه د (۳میلیونه او ۸۱۹زره) افغانیو په لګښت سره چې د یونیسف ادارې لخوا ورکړل شوې، د بغلان ولایت د پلخمري ښار اړوند په حسین خېلو کلي کې جوړه او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د د اوبو رسولو ددغې پروژې د جوړولو په چارو کې د ۹۰ مترو په ژوروالي سره د یوې ژورې څاه کیندل، د ۸۰متره مکعب په ظرفیت سره د یوې زیرمې جوړول، د ۲۳۰۰ مترو په اوږدوالي سره د پایپونو د شبکې غځول او په کورونو کې د ۲۰۵ نل بندانونو او نلکو نصبول شامل وو.

د اوبو رسولو ددغې پروژې په تکمیلیدو سره د شاوخوا ۲۶۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS