په کونړ کې ۴۵۱ سپما گروپونو ته روزنه ورکړل شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د کونړ ولایت په دوه ولسوالیو کې د ۴۵۱ سپما ګروپونو ۵۶۸۸ غړو ته په ګروپ کې د غړیتوب د ترلاسه کولو او د مالي چارو پوهې په اړه روزنه ورکړل شوه. د یادونې وړ ده، چې تر اوسه په دې ګروپونو کې څه د پاسه یو مېلیون او دوه سوه زره افغانۍ د اوونیزو غونډو له لارې راټولې شوېدي.