په کونړ کې د ۵۹۴ متره محافظوي دیوال د جوړولو کار پای ته نږدې دی

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۳:۳۵
په کونړ کې د ۵۹۴ متره محافظوي دیوال د جوړولو کار پای ته نږدې دی

په کونړ ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د محافظوي دیوال د جوړولو کار ۹۵ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د وټپور ولسوالۍ په شړلو کلي کې له معیارونو سره سم د ۵۹۴ مترو په اوږدوالي محافظوي پوخ دیوال په دوو برخو کې د جوړیدو په حال کې دی. د یادې پروژې د تطبیق پر مهال به ۷۹۶۳ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۴۰۳۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته نه یواځې د ځايي اوسیدونکو ۲۵۰ جریبه کرهڼیزه ځمکه بلکې د سیمې ګڼ شمیر کورونه هم د موسمي سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړلی شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

BACK TO NEWS