په کونړ ولایت کې ۲۶۳ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اړوند په کوز چیناري کلي کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۶۳ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابریږي. نوموړې شبکه د۳۰ زره لیتره اوبو د زیرمې ظرفیت لري. دغه شبکې ته ۱۱ نلکې هم جوړې شوېدي د دې پروژې د کار په بهیر کې به تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته ۱۴۵۶ کاري ورځي را منځته شي.