په کونړ ولایت کې د محافظوي دیوال پروژه بشپړه شوه
په کونړ ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د محافظوي دیوال پروژه چې نږدې ۶ میلیون افغانۍ ارزښت لري بشپړه شوه.
د دغې پروژې په ترڅ کې د دغه ولایت د نورګل ولسوالي په پټن کلي کې د ۵۲۰ مترو په اوږدوالي بولډر ډوله محافظوي دیوال جوړ شو.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۹۴۴ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۶۳۵ اوسیدونکي لدغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې په سیمه کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه اوس خوندي شويده.
