په کونړ ولايت کې د ۴.۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۲:۱۱
کنر

 د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت په کليوالي سيمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له طريقه د يونيسف ادارې په ۴.۹ ميليونه افغانيو مالي مرسته د کونړ ولايت داسمار ولسوالۍ په سويرداګ کلي کې د اوبو رسولو يوه لمريزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
 د اوبو رسولو دغې شبکې ۲۸۰۰ متره اوږدوالي، د ۳۰ متر مکعب په ظرفيت سره د اوبو يوه زيرمه او ۲۳ نل‌ بندانونه درلودل.
 د يادې شوې شبکې په جوړېدو سره د څه باندې ۳۰۰ کورنيو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې او د پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره ۱۲۰ کاري ورځې ايجاد کړې.
 د څښلو د اوبو دغه شبکه د سوير داګ پرمختيايي شورا پرمټ تطبيق شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د هېواد د جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل ولسونو سره د کړو ژمنو او لارښونو د تعقیب په موخه ناسته وشوه

د کابل ولسونو سره د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني د کړو ژمنو او اړونده ادارو ته د لارښوونو د تعقیب په موخه د سکتوري وزارتونو( کلیو بیارغونې او پراختیا ، د پوهنې ، کرنې، د ښار جوړولو، د. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۰ - ۱۴:۳۷
Background image

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د چک ډیم پروژه بشپړه شوه

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د چک ډیم پروژه چې څه باندې ۷ میلیونه افغانۍ پرې لګیدلي بشپړه شوه. د دغې. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په کندهارکې کې له ۲۷ اړو کورنیو سره د ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د پوپلزو کلي د پراختیایي شورا له خوا له ۶ اړو کورنیو سره ۲۰ زره. . .

BACK TO NEWS