په کندهار ولايت کې له ۹۵ اړو کورنيو سره د څه باندې ۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۱۲:۱۷
کندهار

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ د پراختيايي شورا له خوا ۹۵ اړو کورنيو سره د ۴ ميليونه او ۱۲ زره افغانيو په ارزښت  د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنيز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کليوالو ته وړاندې شوي چې غوړي، اوړه، بوره، وريژې او مالګه پکې شامل وو. د بې روزګارۍ او موسمي لوږې په موده کې د کليو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکوله لوري د بې وزلو وګړو دلاسنيوي فرهنګ خپروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS